هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې تېره شپه د هرات ولايت د روغتون ساتونکو پر يوې ۱۹ کلنې پيغلې جنسي تېری کړی دی.چارواکي وايي، چې نوموړې نجلۍ د خپلې کورنۍ لهيوې بلې ناروغې سره د درملنې په موخه روغتون ته راغلې وه، مګر د روغتون ساتونکو پرې ډله ييز جنسي تېری وکړ.د هرات ولايت امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرؤوف احمدي وايي، چې نجلۍ له پېښې وروسته امنيتي ارګانونه شکايت وکړ او پوليسو د پېښې دوه عاملين نيولي دي.د هرات ولايت د روغتون وياند محمد رفيق شېرزی د پېښې پخلی کوي، مګر په دې اړه یې رسنيو ته نور معلومات ورنکړل.دا لومړی ځل نه دی، چې يو رغتون کې پر ناروغانو او د هغو پر پيوازانو جنسي تېری کيږي، بلکې له دې مخکې هم ډېر داسې خبرونه رسنيو کې راڅرګند شوي، چې د روغتونو ساتونکو، ډاکټرانو او نورو مسؤولينو د ناروغانو له مجبورۍ د ناوړه ګټې اخيستنې هڅې کړي دي، مګر چارواکو تر اوسه په دې اړه هيڅ مجرم ته قانوي سزا نه ده ورکړې او له همدې امله د روغتونو په ګډون ښوونځيو او نورومؤسسو او دولتي ادارو کې د جنسي زورونو کيسې ډېرې زياتې راڅرګنديږي.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0